سیمهنړۍ

سخته ګرمي او جګړې؛ چاپېریال او کوچنیو کاروبارونو ته جدي ګواښ

د جګړو او شخړو پر مهال د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت، په جګړه ځپلو سیمو کې د طبیعي سرچینو د ویجاړۍ د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې پر اړتیا ټینګار شوی دی.

جګړې او وسله‌والې نښتې د ځنګلونو د ویجاړولو، د سیندونو د ککړتیا او د طبیعي سرچینو د له منځه وړلو له امله پر چاپېریال او د انسانانو پر ژوند ناوړه اغېزې کوي. د دې ورځې موخه د عامه پوهاوي لوړول او د نړیوالو قوانینو د رعایت لپاره د دولتونو او نړیوالې ټولنې هڅول دي.

په همدې حال کې، نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې سخته ګرمي په منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان کې کوچني شرکتونه او هغه کاروبارونه چې مالي سرچینې یې محدودې دي، له جدي زیانونو سره مخ کوي.

دغه بنسټ د اقلیمي بدلونونو سره د ځان عیارولو لپاره د خصوصي سکټور پر موخمند ملاتړ ټینګار کړی دی.

#افغانستان #چاپېریال_ساتنه #اقلیمي_بدلونونه #نړیوال_بانک

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button