یدیعوت احرونوت: اسرائیل به په امریکا کې له ډېرې نیوکې کوونکي کانګرس سره مخ شي
یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ډیموکراټانو بریا او د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو کنټرول د دې ګوند په لاس کې اخیستل ښايي اسرائیل په واشنګټن کې له لا ستونزمن سیاسي وضعیت سره مخ کړي.
د دې ورځپاڼې د لیکنې له مخې، د اسرائیلو پر سیاستونو د نیوکه کوونکو استازو د شمېر زیاتوالی ښايي د وسلو پر پلور د محدودیتونو، د پوځي مرستو د بندېدو او ان پر تلابیب د وسلو د بندیز لګولو لپاره د هڅو لامل شي.
دې ورځپاڼې همدارنګه د ډونالډ ټرمپ له لوري اسرائیلو ته د امریکا د شاوخوا څلور میلیارد ډالرو کلنۍ پوځي مرستې د بندولو موضوع ته هم اشاره کړې ده.
یدیعوت احرونوت له ایران سره جګړه او د هغې اقتصادي پایلې هم د جمهوري غوښتونکو د ناکامۍ اغېزناک لاملونه بللي او لیکلي یې دي، چې تهران ښايي د ټاکنیزو بدلونونو پایلې د ځان لپاره د یوې بریا په توګه وارزوي.
#امریکا #اسرائیل #د_امریکا_کانګرس #ډیموکراټان #ایران #له_ایران_سره_جګړه








