د امریکا د استازو جرګې غړي سم لیکاردو ویلي، چې د ډیموکراټ او جمهوريپالو دواړو ګوندونو غړي د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د هغه په وینا، نوموړی او د استازو جرګې ډیموکراټ غړی جېسن کرو هڅه کوي، چې د دې جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونه راټول کړي، څو داسې طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي، چې له مخې یې وړ افغانان وکولای شي د ۲۰۲۹ کال د جولای میاشتې پورې په امریکا کې پاتې شي او کار وکړي.
لیکاردو زیاته کړې، چې تر اوسه د استازو جرګې ۱۴۴ غړو دغه غوښتنه لاسلیک کړې او د لاسلیکونو د شمېر ۲۱۸ ته د لوړولو لپاره هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغان پناهغوښتونکو د لنډمهاله خوندیتوب (TPS) وضعیت لغوه کړی و.







