افغانستان

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوی د درملو د تولیدي فابریکو د ارزونې لپاره بنګله‌دېش ته ولاړ

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت د متخصصانو یو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی، د دوشنبې په ماښام (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲مه) د درملو د کیفیت او اغېزمنتیا د ارزونې او د تولیدي معیارونو د څېړنې په موخه بنګله‌دېش ته ولاړ.

 د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد پلاوی به د درملو د تولید فابریکې له نږدې وڅېړي، څو د تولید په بهیر کې د اړینو معیارونو د مراعتولو او د محصولاتو د کیفیت او اغېزمنتیا په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

 د دغو ارزونو موخه افغانستان ته د بې‌کیفیته درملو د وارداتو مخنیوی بلل شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button