د اسلامي امارت د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي معیارونو سازمان له رییسې فرزانه انصاري او یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدنه او خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې چې د معیار او کیفیت ادارې د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمد حامد او په افغانستان کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي هم حضور درلود، دواړو لورو د معیاري کولو، د محصولاتو د کیفیت تصدیق، وزنونو او پیمانو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
د برېښنايي وسایلو، لیتیومي بیټریو، د اوسپنې سیخانو او نورو صنعتي او سوداګریزو محصولاتو تخنیکي او کیفي معیارونه د دې غونډې د بحث مهم موضوعات وو. همدارنګه، دواړو لورو د خپلو ادارو ترمنځ د همکاریو د تفاهملیک وروستۍ مسوده وڅېړله او د هغې د وروستي کولو او لاسلیک په اړه یې خبرې وکړې.








