افغانستان

په واخان کې د واورین پړانګ برید؛ ۲۲ پسونه او وزې تلف شوي دي

 د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په واخان ولسوالۍ کې پر څارويو د یوه واورین پړانګ د برید له امله ۲۲ پسونه او وزې تلف شوي دي.

 د یاد ریاست د پلان عمومي مدیر او د پروګرامونو همغږي کوونکي کیکاوس تکساري ویلي، چې دا پېښه پرون سهار شاوخوا شپږ بجې د ورګند پایان په کلي کې رامنځته شوې او په ترڅ کې یې د یوه ځايي اوسېدونکي ۱۵ پسونه او اووه وزې تلف شوې دي.

 د تکساري په وینا، د طبیعي ښکار کمښت، لوږه او د څارویو د ساتنې لپاره د کافي تدابیرو نشتوالی د اهلي څارویو پر وړاندې د واورینو پړانګانو د بریدونو احتمالي لاملونه کېدای شي.

 د تلف شویو څارویو مالک د پېښې د څېړلو او د اوښتو زیانونو د جبران په موخه له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده. واخان ولسوالي په بدخشان کې د واورین پړانګ له طبیعي استوګنځایونو څخه ګڼل کېږي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button