افغانستاننړۍ

سویس: په کابل کې د دغه هېواد د بشري مرستو دفتر د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه پرانیستل شو

په افغانستان کې د سویس د استازولۍ دفتر مشر اریک مارکلي ویلي، چې په کابل کې د دغه هېواد د بشري مرستو دفتر د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو، اساسي خدمتونو ته د لاسرسي برابرولو او خلکو ته د عاید ترلاسه کولو د فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پرانیستل شوی دی.

 مارکلي او مرستیال یې له سویس‌انفو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د دوی اړیکې د اسلامي امارت له چارواکو سره یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د ماین پاکۍ په څېر برخو کې تخنیکي همغږۍ ته محدودې دي.

د سویس د چارواکو په وینا، دغه هېواد له افغانانو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۲۹.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د افغانستان له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي؛ دغه مرستې د ملګرو ملتونو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او سیمه‌ییزو بنسټونو له لارې خلکوته رسول کېږي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button