د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې ۴۰۹ تنه افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، د روانې اوونۍ په ترڅ کې خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، له خوشې شویو کسانو څخه ۲۹ تنه د کندهار ولایت د سپین بولدک بندر او ۳۸۰ تنه نور د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، راستنېدونکي کسان له نوملیکنې وروسته د همکارو بنسټونو په همکارۍ له مرستو برخمن شوي او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.








