نړۍ

د روسیې توغندیزو بریدونو په کی‌یف کې درې پلونه زیانمن کړي؛ ۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

اوکرایني سرچینې وايي، چې د روسیې بالستیک توغندیزو بریدونو د جمعې په سهار د اوکراین په پلازمېنه کی‌یف ښار کې د دنیپرو سیند پر سر درې مهم پلونه زیانمن کړي او له امله یې اورلګېدنې رامنځته شوې او د تګ راتګ محدودیتونه لګېدلي دي.

 د کی‌یف ښاروال ویتالي کلیچکو اعلان کړی، چې په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

 دغه بریدونه وروسته له هغې شوي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کریمیا ټاپووزمې او روسیې ترمنځ پر نښلوونکي پل د اوکراین د درېیم برید په اړه د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی و.

 کې‌یف پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې په دنیپروپتروفسک کې څو استوګنیزې ودانۍ، په خارکیف کې یو روغتون او په زاپروژیا کې یو ترام هم په نښه شوي دي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button