نړۍ

روسیې، چین او امریکا په ګډه اعلامیه کې د ستراتیژیک ثبات او نړیوال امنیت پر ساتلو ټینګار وکړ

د روسیې، چین او امریکا ولسمشرانو ولادیمیر پوتین، شي جین‌پینګ او ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۹مه د چین په شنژن ښار کې له درې‌اړخیزې غونډې وروسته د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو په موخه ګډه اعلامیه خپره کړه.

 د دې اعلامیې له مخې، درې واړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه د دغه سازمان پر اصلاحاتو ټینګار کړی، څو وکولای شي نړیوالو ننګونو ته اغېزمن ځواب ووايي او د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو په برخه کې خپله دنده ترسره کړي.

 د درې واړو هېوادونو مشرانو همدارنګه د ټولو هېوادونو د ګټې او د انرژۍ د باثباته بهیر د ساتلو لپاره د تصفیه شویو نفتي محصولاتو د تولید او عرضې پر زیاتوالي هوکړه کړې ده.

 په دې اعلامیه کې د هېوادونو د ملي حاکمیت درناوي، د دولتي چارواکو د مصؤونیت او د نړیوالې جزايي محکمې او ورته بنسټونو د صلاحیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي پر موضوعاتو هم ټینګار شوی دی.

 درې واړو مشرانو همدارنګه ټینګار وکړ، چې اټومي جګړه ګټونکی نه لري او هېڅکله باید رامنځته نه شي؛ هغوی هوکړه وکړه، چې د اټومي ګواښونو د کمولو او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي په موخه به خبرې  اتری وکری.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button