افغانستان

په خوست ولایت کې د ۴۴ جریبه او ۱۸ بسوې ځمکې دولتي ملکیت تثبیت شو

د مرکزي زون د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې په دوو جلا پرېکړو کې د خوست ولایت په اسماعیل‌خېلو او مندوزیو او علیشېرو او تریزیو ولسوالیو کې د ۴۴ جریبه او ۱۸ بسوې ځمکې دولتي ملکیت تایید کړی دی.

 په دغو ځمکو کې ۴۳ جریبه او ۱۸ بسوې د علیوات په سیمه کې او یوه جریبه د تور اوبو جلال‌خېلو په کلي کې ده، چې د اړوندو ادارو د اسنادو او معلوماتو له ارزونې وروسته دولتي ملکیت پېژندل شوې دي.

 د محکمې د پرېکړې له مخې، د دغو ځمکو نیوونکي مکلف دي، چې یادې ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپاري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button