په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ژامې د مفصل بشپړ بدلولو پېچلې جراحي په بریالیتوب ترسره شوه
د روغتیايي چارو قوماندانۍ اعلان کړی، چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د یوه ناروغ د ژامې د زیانمن شوي مفصل د بشپړ بدلولو جراحي د شهید سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې په بریالیتوب ترسره شوې ده.
دغه عملیات د هندي متخصصانو په همکارۍ او د ژامې او مخ د جراحۍ متخصص ډاکټر فرید احمد خالدي په مشرۍ، د یاد روغتون د ژامې او مخ جراحۍ او پلاستیکي جراحۍ د ډلو په ګډون ترسره شوي دي.
ناروغ شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د یوې سختې پېښې له امله د ژامې د هډوکي د مفصل او د مخ د نرمو نسجونو په برخه کې سخت ټپونه لیدلي وو. د عملیاتو پر مهال ورته ځانګړی مصنوعي مفصل، چې د ناروغ له وضعیت سره سم جوړ شوی و، ځای پر ځای شوی او د ژامې زیانمن شوي جوړښتونه او د مخ نرم نسجونه بېرته رغول شوي دي.
دغه لاسته راوړنه په هېواد کې د پرمختللو جراحي عملیاتو د ظرفیت لوړولو او د تخصصي روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بلل شوی دی.







