په درېیو ولایتونو کې د څلورو نوو سایټونو په جوړولو او فعالولو سره مخابراتي خدمتونه پراخېږي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی، چې د خوست، کاپیسا او لوګر ولایتونو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د پراختیا په موخه، د درېیو نوو سایټونو د جوړولو او سروې چارې پیل شوې او یو بل سایټ هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په خوست ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه سایټ د جوړولو چارې پیل شوې او د دغه شرکت د یوه بل سایټ سروې بشپړه شوې ده. همدارنګه، په کاپیسا ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
بلخوا، په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې یو نوی سایټ فعال شوی، چې په فعالېدو سره یې د محمدآغې ولسوالۍ د برګ، دریخان، ګوزي او شاوخوا سیمو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی.
د مخابراتو وزارت وايي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پوښښ پراخ او دغو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي ستونزې به کمې شي.








