افغانستان
کندز کې له ۹۷۲ کیلوګرامه تریاکو سره یو کس نیول شوی
د کندز امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د ۹۷۲ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور د یوه کس د نیولو خبر ورکړی دی.
د یادې قوماندانۍ په وینا، نیول شوی کس د بلخ ولایت اوسېدونکی دی او نشهیي توکي یې له بدخشان او تخار ولایتونو څخه په یوه مزدا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې ولېږدوي.
دغه کس د کندز ـ کابل لویې لارې په اوږدو کې د عليآباد ولسوالۍ په یوه امنیتي کمربند کې د تالاشۍ پر مهال له موټر او نشهیي توکو سره یوځای نیول شوی دی؛ د نوموړي دوسیه به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.








