Uncategorized

پر بحرین د امریکا پر پوځي اډو د ایران بریدونه؛ دوه پاتریوت رادارونه په نښه شوي او یوې بې‌پیلوټه الوتکې د صخیر هوايي اډې ته لګېدلې ده

 لومړني راپورونه ښيي چې یوې بې‌پیلوټه الوتکې د بحرین د صخیر هوايي اډې ته لګېدلې ده؛ دغه اډه د امریکايي چورلکو او جاسوسي الوتکو د ځای پر ځای کېدو مرکز دی.

 د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې په توغندیز او بې‌پیلوټه برید کې یې د بحرین په الرفاع او عوالي پوځي اډو کې د امریکا د پوځ د پاتریوت هوايي دفاعي سیستمونو اړوند دوه رادارونه په نښه کړي دي.

 په همدې وخت کې، یوه امریکايي اف ـ ۳۵ جنګي الوتکې د هرمز تنګي څخه تر بېرته راستنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو په هوايي حریم کې د ۷۷۰۰ اضطراري کوډ لېږلی دی؛ تر اوسه د دغې الوتکې د بېړني وضعیت لامل نه دی روښانه شوی.

 بلخوا، یوه امریکايي چارواکي له سي‌بي‌اېس ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي چې پر بحرین د ایران په بریدونو کې هېڅ امریکايي پوځي ځواک یا پوځي تجهیزات زیانمن شوي نه دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button