Uncategorizedافغانستانسیمه

د نورستان په ځانګړو عملیاتو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي

کورنیو رسنیو سره په خبرو کې سرچینو ویلي چې د پاکستاني ملیشو، داعش ډلې او «شروفساد» کسانو ګډ پلان، چې غوښتل یې د ډیورنډ له فرضي کرښې واوړي او د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې ناامني رامنځته کړي، شنډ شوی دی.

د سرچینو په وینا، د دغې ډلې د کسانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال لسګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي یا نیول شوي او سیمه د هغوی له شتون څخه پاکه شوې ده.

سرچینو زیاته کړې چې له عملیاتو وروسته پاتې کسان د ډیورنډ له فرضي کرښې هغې غاړې ته او د پاکستاني ځواکونو مرکزونو ته شاتګ کړی دی.

#نورستان #کامدېش #امنیتي_عملیات #داعش #پاکستان #افغانستان

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button