افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره لیدلي

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ماسپښین (د ۱۴۰۵ کال د لیندۍ ۵مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رزا فاطمې سره لیدنه او خبرې کړې دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوحې د څلورمې غونډې، موخو، پروګرامونو او د هغې د جوړېدو د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

 د خبرپاڼې له مخې، رزا فاطمې د دې غونډې د موخو او د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو د ګډون په اړه معلومات وړاندې کړي او د غونډې د لا اغېزمنتیا لپاره یې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د نظرونو او وړاندیزونو غوښتنه کړې ده.
په پای کې نورالدین عزیزي د اقتصادي برخو په برخه کې د همکارۍ لپاره د دغه وزارت چمتووالی څرګند کړی دی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button