افغانستان
په جوزجان کې د یتیمتاق سمنټو پروژې د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، په جوزجان ولایت کې د یتیمتاق سمنټو پروژې د اکتشافي چارو بهیر بشپړ شوی او د اکتشاف راپور یې د دغه وزارت له لوري منظور شوی دی.
د نوموړي په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت او د ترکیې د «۷۷» ساختماني شرکت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د دغې پروژې د جوړولو چارې هم په چټکۍ روانې دي او د کارونو له بشپړېدو سره به د یتیمتاق د سمنټو فابریکه هره ورځ د درې زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.
دغه پروژه به د سمنټو کورني تولید د زیاتوالي او وارداتو د کمښت ترڅنګ، د کاري فرصتونو په برابرولو، صنعتي ودې او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي؛ دا مهال یو شمېر هېوادوال په دغه پروژه کې پر کار بوخت دي.







