افغانستان

د ترینکوټ مرکزي عیدګاه جامع جومات د ملا عبدالغني برادر په حضور کې پرانیستل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار د مرکزي عیدګاه جامع جومات پرانیسته وکړه.

 نوموړي د دغه جومات د پرانیستې په مراسمو کې د دې ستر دیني مرکز جوړېدل د ارزګان اوسېدونکو ته مبارکي وویله او جوماتونه او دیني مرکزونه یې د فکري روزنې، د هویت پیاوړتیا، دیني پوهاوي او نبوي اخلاقو د خپرولو له بنسټیزو مرکزونو څخه وبلل.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د جوماتونو د فزیکي جوړونې ترڅنګ د معنوي آبادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې له دې مرکز څخه په ګټې اخیستنې سره خلکو ته دیني زده‌کړې، نبوي اخلاق او د یووالي پیغام ورسوي او د جومات منبر د خیر، اصلاح او یووالي پر مرکز بدل کړي.

د ترینکوټ مرکزي عیدګاه جامع جومات پر ۱۲ جریبه ځمکه د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې په یو وخت کې د څه باندې ۳۵ زره لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button