افغانستان

په فراه کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۱ نور ټپیان شوي دي

د فراه د پولیسو قوماندانۍ اعلان کړی چې د فراه رود ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د فراه د پولیسو د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مشر ملا کلیم الله ننګیال وویل چې دا پېښه د فراه رود ولسوالۍ د حاجي وهاب خان ګاز سټیشن ته نږدې د هایلکس او فیلډر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وینا، په مړو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي؛ د هایلکس سپرلۍ د نیمروز ولایت اوسیدونکي وو او د فیلډر سپرلۍ د فراه ولایت اوسیدونکي وو.

ننګیال زیاته کړه چې د لویې لارې قول اردو امنیتي ځواکونه په وخت سره د پیښې ځای ته ورسیدل او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ولیږدول.

#فراه #فراه_رود #ټرافيکي_حادثه #تلفات #نیمروز #د سړک_خوندیتوب

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button