افغانستان

د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا په اړه د ملګرو ملتونو له لوړپوړي پلاوي سره خبرې وکړې

 د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رزا فاطمې، په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ډاکټر اډوین سالوادور، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر له مشر پولیک اوک سري او د دغه سازمان له یو شمېر نورو استازو سره لیدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر د هېواد د روغتیايي نظام د وضعیت، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او شته امکاناتو په اړه معلومات ورکړل او د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره یې د مرکزي او زونونو روغتونونو د تجهیز، د زړه د تخصصي خدمتونو د پراختیا، د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د روغتیايي مرکزونو د تمویل په برخو کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 نوموړي همدارنګه وویل چې په هېواد کې نږدې ۷۰ روغتیايي مرکزونه پر نشه‌يي توکو روږدو کسانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کوي او د دغو خدمتونو د کیفیت او اغېزمنتیا د ښه والي لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ اړین دی.

 له بلې خوا، رزا فاطمې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د اسلامي امارت اقدامات د ستاینې وړ وبلل او ډاډ یې ورکړ چې ملګري ملتونه به د افغانستان د روغتیايي نظام د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د خلکو روغتیايي ستونزې او اړتیاوې به له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button