بلجیم په اروپا کې د سپوږمکیو د تولید تر ټولو ستره فابریکه پرانیسته؛ اروپايي ټولنې ته د ۲۶۴ سپوږمکیو د جوړولو دندهP
بلجیم د نومبر په ۲۵مه د اروپا د سپوږمکیو د تولید تر ټولو ستره فابریکه د شارلروا ښار پرانیسته. دغه فابریکه د بلجیم د «Aerospacelab» شرکت اړوند ده او ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د «IRIS²» سپوږمکۍ شبکې په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د «Aerospacelab» شرکت د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې له اروپايي ټولنې سره د ۲.۴ میلیارد یورو په ارزښت قرارداد ترلاسه کړ، چې له مخې به یې د دغې شبکې له ۳۴۸ سپوږمکیو څخه ۲۶۴ سپوږمکۍ ډیزاین او جوړوي. دغه شبکه د خوندي سپوږمکۍ اړیکو د برابرولو او د «SpaceX» شرکت د «Starlink» په څېر خدمتونو ته د اروپا د اړتیا د کمولو په موخه جوړېږي.
نوې فابریکه په کال کې د ۵۰۰ سپوږمکیو د تولید وړتیا لري او ټاکل شوې چې کارکوونکي او انجنیران یې د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ میاشت کې په کار پیل وکړي. د دې پروژې د سپوږمکیو د تولید بهیر به هم د ۲۰۲۸ کال په وروستیو کې پیل شي.
ټاکل شوې چې د «IRIS²» سپوږمکۍ شبکه تر ۲۰۳۰ کال پورې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي او د اروپايي حکومتونو ادارو، امنیتي برخو، شرکتونو او وګړو لپاره خوندي مخابراتي خدمتونه برابر کړي. دغه پروژه په فضايي اړیکو کې د اروپا د تخنیکي او ستراتیژیکې خپلواکۍ د پیاوړتیا د هڅو یوه برخه ده.
اوس مهال «Starlink» د ځمکې په مدار کې د زرګونو فعالو سپوږمکیو په لرلو سره د نړۍ له سترو سپوږمکۍ انټرنېټي شبکو څخه یوه ده. د «IRIS²» پروژه په دې برخه کې د یوې خپلواکې او سیالې شبکې د جوړولو لپاره د اروپا هڅه ده







