د ځمکې پر مدار د روسیې د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو احتمال د ناټو اندېښنې راپارولې دي
جرمني رسنیو د ناټو د استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې روسیه پلان لري د روان میلادي کال تر پایه «سپوتنیک-اس» په نوم یوه اټومي وسلې لېږدوونکې سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستوي. ویل کېږي چې دغه سپوږمکۍ څو کاله وړاندې جوړه شوې او مسکو ته نږدې په یوه ځای کې ساتل کېږي.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د جرمني د بهرنیو استخباراتو ادارې او پوځ هم د دې سپوږمکۍ په اړه معلومات لري. د ۱۹۶۷ کال د بهرنۍ فضا د تړون له مخې، چې روسیه یې هم غړیتوب لري، د ځمکې پر مدار د اټومي وسلو ځای پر ځای کول منع دي.
روسیې په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړهلیک مسوده ویټو کړه، چې په فضا کې یې د اټومي وسلو پر ځای پر ځای کولو د بندیز غوښتنه کوله. دغه هېواد په ۲۰۲۱ کال کې هم د سپوږمکیو ضد یوې ټکنالوژۍ د ازمېښت پر مهال د پخواني شوروي اتحاد یوه له کاره لوېدلې سپوږمکۍ د ځمکې په ټیټ مدار کې له منځه یووړه.
د سپوږمکیو ضد ازمېښتونو په غبرګون کې، امریکا د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د دا ډول ازمېښتونو د درولو اعلان وکړ. د همدې کال په ډسمبر میاشت کې، ۱۵۵ هېوادونو د ملګرو ملتونو هغې پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړه، چې د سپوږمکیو ضد وسلو له ازمېښتونو سره یې مخالفت کاوه؛ خو روسیه د نهو مخالفو هېوادونو په ډله کې وه.
په فضا کې د اټومي چاودنې د احتمالي پایلو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د یوې تازه څېړنې له مخې، دا ډول چاودنه کولای شي په یوه اوونۍ کې شاوخوا ۹۹ سلنه سپوږمکۍ له کاره وغورځوي او د فضايي زېربناوو پر بنسټ ولاړ خدمتونه د اوږدې مودې لپاره ګډوډ کړي.
خو د ځمکې په مدار کې د اټومي وسلو د شتون او د بهرنۍ فضا د تړون د سرغړونې ثابتول ستونزمن بلل کېږي؛ ځکه تر اوسه د دا ډول وسلو د پېژندلو او تایید لپاره کومه ثابته طریقه نشته.
دغه تړون هم د سرغړوونکي هېواد د مجازات کولو لپاره اتومات میکانېزم نه لري او د نورو هېوادونو احتمالي غبرګونونه کېدای شي له مداره د وسلو د ایستلو غوښتنه، بندیزونه او ډیپلوماتیک فشارونه وي







