د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې سید عباس عراقچي په تهران کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د جګړې د پای ته رسولو او د تاوتریخوالي کمولو لپاره د روانو هڅو په اړه بحث وکړ.
عراقچي په غونډه کې ټینګار وکړ چې د امریکا په دریځونو کې تضادونه او د افراطي غوښتنو لوړول د ډیپلوماسۍ پرمختګ کې اصلي خنډونه دي.
هغه د ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي لپاره د پاکستان د هڅو ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې تهران، سره له دې چې د امریکا د پالیسیو په اړه شکونه لري، په مسؤلیت سره خبرو اترو ته داخل شوی دی.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې ډونالډ ټرمپ له ایران سره د یوې موافقې په لټه کې دی، خو تهران ته به اجازه ورنکړي چې اټومي وسله ترلاسه کړي.
امریکايي چارواکي زیاته کړه چې پر ایران د احتمالي برید ځنډول وروسته له هغه وشو چې ټرمپ د سیمې له مشرانو سره مشوره وکړه او واشنګټن لاهم د ډیپلوماسۍ لاره غوره ګڼي.








