نړۍ
کیم جونګ اون: د شمالي کوریا دفاعي او پوځي ځواک پیاوړی کوو
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، په ختیځه اسیا کې امنیتي وضعیت او سیاسي او پوځي بدلونونو د دغه هېواد د امنیت د تأمین او سولې د ساتنې لپاره د دفاعي ځواک پیاوړتیا اړینه کړې ده.
نوموړي په پیونګیانګ کې د لسو هېوادونو د نویو سفیرانو د باورلیکونو د منلو په مراسمو کې ټینګار کړی، چې شمالي کوریا به د خپلې ملي واکمنۍ او ګټو د ساتنې لپاره اړین پوځي او دفاعي ظرفیتونه پیاوړي کړي.
کیم جونګ اون همداراز ویلي، پیونګیانګ د واکمنۍ او پراختیا غوښتنې په لټه کې نه دی او چمتو دی له هغو هېوادونو سره خپلې دوستانه اړیکې او همکارۍ پراخې کړي، چې د شماليکوریا ملي حاکمیت ته درناوی لري








