نړۍ

په سایبریا کې د شلخوف لومړنۍ ویډیوګانې خپرې شوې؛ د طاعون د بېرته راګرځېدو په اړه اندېښنې

په سایبریا کې د شلخوف ښار څخه په خپرو شویو لومړنیو ویډیوګانو کې داسې کسان لیدل کېږي چې په سپینو محافظتي جامو کې د ښار په کچه ګرځي؛ هم‌مهاله، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د ښار روغتون قرنطین شوی او په درملتونونو کې د ځینو انټي‌بیوټیکونو کمښت رامنځته شوی دی.

له روسیې څخه په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې د طاعون پر وړاندې د مبارزې په یوه تخصصي مرکز کې یو ۲۸ کلن کارکوونکی، له یوې سختې سږو ناروغۍ وروسته مړ شوی دی؛ د نوموړي له مړینې وروسته هغه روغتون چې نوموړی پکې بستر و، د قرنطین تر تدابیرو لاندې راوستل شو او له هغه سره په تماس کې شاوخوا ۲۰۰ کسان تر روغتیايي څارنې او مراقبت لاندې نیول شوي دي.

ځینو روسي رسنیو اټکل کړی چې دغه کس ښايي د لابراتوار د کار پر مهال، د ککړو موادو لرونکې یوې نلۍ د ماتېدو له امله د ناروغۍ له عامل سره مخ شوی وي؛ خو تر اوسه د نوموړي د ناروغۍ دقیق علت په رسمي ډول نه دی تایید شوی.

د دې وضعیت د علت او احتمالي پراخوالي په اړه کره جزیات لا هم تر څېړنې لاندې دي او د طاعون د بېرته راګرځېدو په اړه موجود راپورونه رسمي تایید ته اړتیا لري.

طاعون یوه باکتریايي ساري ناروغي ده چې په تېر وخت کې د «تور مرګ» په نوم مشهوره وه؛ د دې ناروغۍ سږنی ډول د تنفسي څاڅکو له لارې لېږدېدلی شي او که درملنه یې ونه شي، د سختې او وژونکې ناروغۍ لامل کېدای شي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36844

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button