نړۍ

پوتین: د روسیې او اروپا ترمنځ په احتمالي جګړه کې به هېڅوک بریالي نه شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې مسکو له اروپايي هېوادونو سره پوځي جګړه نه غواړي، خو د داسې جګړې لپاره چمتووالی لري.

پوتین د روسیې او افریقا ترمنځ د سرمشریزې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په خبري کنفرانس کې، د ۲۰۳۰ کال تر پایه د جګړې لپاره د چمتووالي په اړه د اروپايي چارواکو څرګندونو ته په اشارې وویل: «موږ چمتو یو، خو له اروپا سره هېڅ جګړه نه غواړو.»

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، هغه زیاته کړه چې لوېدیځ د روسیې د ستراتېژیکې ماتې ورکولو خپل هدف ته نه دی رسېدلی او ښايي د ۲۰۳۰ کال تر پایه هم دغه هدف ته ونه رسېږي. پوتین خبرداری ورکړ چې د روسیې او اروپا ترمنځ د جګړې په صورت کې به هېڅ لوری بریالی نه شي.

د روسیې ولسمشر همداراز وویل چې مسکو له اروپايي هېوادونو سره د بشپړو اړیکو د بېرته رغولو لپاره د هر ډول اقدام ملاتړ کوي؛ که دا کار د اروپايي ټولنې په چوکاټ کې وي او که په دوه‌اړخیزه توګه.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې د بریتانیا د دفاع وزیر خبرداری ورکړی و چې دغه هېواد باید له خپلو متحدینو سره یوځای د جګړې او بریا لپاره چمتووالی ولري. هغه د هغو ګواښونو د رامنځته کېدو احتمال هم یاد کړی و چې د ۲۰۳۰ کال تر لومړیو پورې به پر بریتانیا د برید وړتیا ولري.

#روسیه #اروپا #ولادیمیر_پوتین #جګړه #بریتانیا #نړیوالې_اړیکې

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button