نړیوالې جنايي محکمې د روهینګیا مسلمانانو د نسلوژنې په تور میانمار محکوم کړ
نړیوالې جنايي محکمې د پنجشنبې په ورځ (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲۸مه) په یوه تاریخي حکم کې اعلان وکړ چې میانمار د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د نسلوژنې جنایت ترسره کړی دی.
د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د میانمار د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال شاوخوا ۱۰ زره روهینګیا مسلمانان وژل شوي وو؛ دغه راز دغه ځواکونه د ماشومانو پر وژلو او د دې لږکي قوم په منځ کې د زېږون کچې د کمولو لپاره په منظمو هڅو هم تورن شوي دي.
فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې محکمې په خپل حکم کې میانمار ته د روهینګیا کډوالو د خوندي بېرته ستنېدو لپاره د زمینې برابرولو او قربانیانو ته د غرامت د ورکړې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دغه حکم د ګامبیا له لوري د میانمار پر ضد د ثبت شوې دعوې په تړاو صادر شوی او د راپورونو له مخې، د دې محکمې په ۸۰ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو هېواد د نسلوژنې په جرم محکومېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د دغه حکم هرکلی کړی او دا یې د روهینګیا مسلمانانو د نسلوژنې د قربانیانو د کړاوونو مهمه او پرېکنده په رسمیت پېژندنه بللې ده.








