پوتین اوکراینیانو ته: د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره باید سره متحد شو او د یو بل ترڅنګ ودرېږو
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له سینمايي ډایرکټر امیر کوستوریتسا سره په خبرو کې ویلي، چې روسان او اوکراینیان یو ملت دی او د دوی دښمنانو دواړه د وروڼو ترمنځ جګړې ته راکاږلي دي.
پوتین د «بېل یې کړه او حکومت پرې وکړه» تاریخي اصل ته په اشارې ویلي، چې بېلابېلو قدرتونو د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې، څو د روسیې په وېشلو سره خپلې جیوپولیټیکي ګټې خوندي کړي. هغه د ناپلیون برید، لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې او پر شوروي اتحاد د نازیانو یرغل هم د همدې سیاست په چوکاټ کې ارزولي دي.
نوموړي د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د اوکراین اقتصادي او نفوسیز وضعیت ته په اشارې ویلي، چې دغه هېواد د خپلو صنعتي وړتیاوو لویه برخه له لاسه ورکړې او د ده په وینا، نفوس یې له شاوخوا ۵۱ تر ۵۲ میلیونو کسانو څخه نږدې ۲۰ میلیونو ته راټیټ شوی دی.
د روسیې ولسمشر ملتپالنه له وطنپالنې څخه بېله بللې او ویلي یې دي، چې وطنپالان له خپل هېواد سره مینه لري، خو ملتپالان له نورو ملتونو کرکه کوي. نوموړي له اوکراینیانو غوښتي، چې د خپلو اولادونو راتلونکي ته په پام سره، د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره سره متحد شي.
پوتین اوکرایني سرتېرو ته په خطاب کې هم ویلي، چې نه غواړي له هغوی د تسلیمېدو غوښتنه وکړي، بلکې له هغوی غواړي چې د روسیې له لوري سره یوځای شي؛ هغه لوری چې د ده په باور، «د تاریخ پر سم لوري» روان دی.








