سیمه

له ۱۰ کلونو وروسته جرف‌الصخر ته د عراقي امنیتي ځواکونو ننوتل؛ د حزب‌الله کنډکونو تدریجي وتل

د عراق امنیتي ځواکونه د یوې هوکړې له مخې، چې د خبرو اترو له لارې شوې ده، له ۱۰ کلونو وروسته د بابل ولایت جرف‌الصخر سیمې ته داخل شوي دي؛ دغه سیمه د حزب‌الله کنډکونو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

 د دې هوکړې له مخې، تمه ده چې د حزب‌الله کنډکونو ځواکونه په راتلونکې یوه میاشت کې په تدریجي ډول له دې سیمې ووځي او د عراق نورو سیمو ته ولېږدول شي.

 په سیمه کې ځای پر ځای شوي ځواکونه د عراق د پوځ، فدرالي پولیسو او د حشدالشعبي له دوو لواوو څخه جوړ دي؛ همدارنګه د فدرالي پولیسو تر کنټرول لاندې د قوماندانۍ نوی مرکز هم جوړ شوی دی.

 د عراق لومړي وزیر علي الزیدي د دې اقدام موخه د دولت د واکمنۍ بېرته ټینګول بللي او ټینګار یې کړی، چې دولتي ځواکونه په جګړه کې ښکېل نه دي.

تر دې مخکې الجزیرې شبکې راپور ورکړی و، چې د عراق پولیس او د حشدالشعبي ځواکونه له حزب‌الله کنډکونو سره د حکومت تر هوکړې وروسته، جرف‌الصخر سیمې ته د ننوتلولپاره چمتووالی نیسي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button