سیمه

د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوه پوځي عملیاتو کې د دغه هېواد د ۷۱۰۰ کیلومتره مربع خاورې د پاکولو خبر ورکړی

یمني رسنیو د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو په حواله راپور ورکړی، چې د سې‌شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۷مه) یې د تعز او لحج ولایتونو د هغو سیمو نقشه خپره کړې، چې د «والله من ورائهم محیط» پوځي عملیات پکې ترسره شوي دي. د دغو ځواکونو د معلوماتو له مخې، د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ ولسوالۍ، چې شاوخوا ۷۱۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، تصفیه شوې دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، چې دغه عملیات د هغو سیمو د امنیت ټینګښت په موخه ترسره شوي، چې د نوموړي په وینا، د دوی پر سنګرونو بریدونه به له همدغو سیمو ترسره کېدل. نوموړي همداراز د سعودي عربستان په ملاتړ د ځواکونو د شاتګ او د پوځي تجهیزاتو او وسلو د ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button