د پولیټیکو وېبپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا پنټاګون او د کانګرس د بودیجې د تخصیص کمېټې د دغه هېواد پوځي بودیجه شاوخوا ۱.۱ ټریلیون ډالره ارزوي؛ دا شمېره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د وړاندیز شوې ۱.۵ ټریلیون ډالرو بودیجې په پرتله شاوخوا ۴۰۰ میلیارده ډالره کمه ده.
د راپور له مخې، د پنټاګون چارواکي دې پایلې ته رسېدلي چې د ټرمپ د بودیجې غوښتنه په عملي توګه نور د تصویب کېدو چانس نه لري.
پولیټیکو راپور ورکړی چې پنټاګون له ایران سره د جګړې لګښتونه لږ تر لږه ۴۷ میلیارده ډالره اټکل کړي؛ خو دغه شمېره د یو شمېر امریکايي سناتورانو له مخالفت سره مخ شوې ده.
څو ورځې وړاندې، پنځو ډیموکراټ سناتورانو د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه چې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د اوښتو زیانونو اټکل په عامه توګه خپور کړي.
د پولیټیکو د راپور له مخې، د بودیجې کمښت ښايي د امریکا د هغو وسلو زېرمو د بېرته ډکولو بهیر ورو کړي چې له ایران سره د جګړې پر مهال کمې شوې دي. دغه کمښت به د نویو وسلو د پېرلو او د دفاعي قراردادونو د لاسلیکولو په برخه کې د پنټاګون پر وړتیا هم اغېز وکړي.








