سیمهنړۍ

د امریکا د بریدونو په پایله کې د ایران پر قشم ټاپو د پنځو تر شپږو چاودنو غږونه اورېدل شوي

د امریکا د پوځ له لوري د ایران د قشم ټاپو پر ځینو سیمو له بریدونو وروسته، په دغه ټاپو کې د پنځو تر شپږو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

 د هرمزګان ولایت سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال احمد نفیسي ویلي، چې دغو بریدونو د قشم ټاپو حیاتي او خدماتي بنسټونو ته کوم زیان نه دی اړولی او په دغه ټاپو کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. د نوموړي په وینا، مرستندویه او خدماتي ادارې په بشپړ چمتووالي کې دي.

 په همدې حال کې، الجزیرې شبکې د یوه امریکايي پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې دغه بریدونه د امریکا پر ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د ایران د یرغلیزو اقداماتو په ځواب کې ترسره شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button