افغانستانسیمه

افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې اعلان کړی، چې افغانستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد پر زیاتوالي هوکړه کړې ده.

 دغه هوکړه د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۸مه، په حیرتان بندر کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ شرکت د رییس ز. ګ. نرزلایف او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رییس مولوي عبدالکریم فاتح ترمنځ په لیدنه کې شوې ده.

 د دواړو لورو د هوکړې له مخې، د نایب‌آباد تمځای د پراختیا چارې به په ټاکلي وخت بشپړې شي، د حیرتان – مزارشریف پر لاره به د توکو د لېږد رالېږد بهیر تنظیم او د اورګاډو د تګ راتګ شمېر به زیات شي. همدارنګه، دواړه لوري به د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغان متخصصینو د روزنې او وړتیا لوړولو په برخه کې همکاري وکړي.

 په دې لیدنه کې ویل شوي، چې د روان کال په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد کچه په پام وړ توګه لوړه شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button