د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیبالله حنیف وايي، د پاکستان پوځي رژیم ځواکونو نن سهار شاوخوا درې بجې د دغه ولایت د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه کې هوايي برید کړی، چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ښاغلي حنیف په وینا، په دغه برید کې یو کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
هممهاله، سیمهییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا څلور بجې د پاکستان جنګي جټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د رخې او تورکندي په سیمو کې هم دوه هوايي بریدونه کړي دي.
د سرچینو په وینا، په یوه برید کې یو تش کور او په بل برید کې یوه پخوانۍ هټۍ په نښه شوې؛ خو تر اوسه د دغو بریدونو د مرګژوبلې په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
په کونړ او پکتیکا کې د دغو بریدونو راپورونه د سیمهییزو چارواکو او سیمهییزو سرچینو د څرګندونو پر بنسټ دي او جزیات یې لا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








