افغانستان

مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې رد کړې

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش ډلې د شتون په اړه د روسیې او امریکا اندېښنو ته په غبرګون کې دا اندېښنې رد کړې دي.

 نوموړي رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت به هېڅکله بهرنيو ډلو ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان په خاوره کې وده وکړي او یا داسې مرکزونه جوړ کړي، چې د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت وګواښي.

 مجاهد زیاته کړې، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه باید اندېښنې د واقعیتونو پر بنسټ مطرح شي او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د اوسني حکومت هڅې هم په پام کې ونیول شي.

 دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې روسیې او امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش ډلې د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button