په اسلاماباد کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکیب ویلي، چې تر اوسه شاوخوا له ۸۵ تر ۹۰ سلنې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا موضوع د پنجشنبې په ورځ د شکیب او په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر له نوې مشرې نوریکو تاکاګي سره د لیدنې پر مهال مطرح شوې ده؛ په دې لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت، هېواد ته د هغوی د بېرته ستنېدو او بیا مېشتېدو بهیر او راستنېدونکو ته د ملګرو ملتونو د خدمتونو په اړه خبرې شوې دي.
شکیب ویلي، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو هرکلی کوي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره یې د هغوی د منلو او خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې کړې دي؛ نوموړي د ګډو میکانیزمونو، مشورو او همغږۍ له لارې د کډوالو د ستونزو د حل غوښتنه کړې او د هغوی د حقونو، انساني کرامت او عزت پر ساتنې یې ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې، نوریکو تاکاګي ویلي، چې د افغان کډوالو د ستونزو د ښه پېژندلو او د عملي حللارو موندلو لپاره به له اړوندو لورو سره همغږي وکړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړ، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.








