عمران خان: که له درملنې بېبرخې پاتې شم، ښايي په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړم
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد قضايي چارواکو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې که په بېړني ډول روغتیايي او درملنیزو خدمتونو ته لاسرسی پیدا نه کړي، ښايي په زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
نوموړي ویلي، چې د اوږدې مودې یوازیتوب بند پر مهال یې د ښي سترګې ۸۵ سلنه لید له لاسه ورکړی او د وینې فشار یې هم دومره لوړ شوی، چې د مغزي وینې بهېدنې او د زړه د درېدو خطر ورسره مل دی.
عمران خان همداراز د خپلې مېرمنې بشریٰ بي بي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې که هغې ته ځانګړې درملنه ونه رسېږي، ښايي د تل لپاره خپل د لیدلو ځواک له لاسه ورکړي.
په همدې حال کې، د بشریٰ بي بي مدافع وکیلانو د دوشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې ته د یوه غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د هغې د سمدستي لېږد غوښتنه کړې، څو په یوه تخصصي روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مشر سید ذوالفقار بخاري ویلي، چې عمران خان د دغه لیک په لېږلو سره د ځانګړي امتیاز یا سیاسي معاملې غوښتنه نه کوي، بلکې د عدالت او مناسبو روغتیايي او درملنیزو خدمتونو ته د لاسرسي غوښتونکی دی.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست له میاشتې راهیسې د راولپنډۍ ښار په اډیاله زندان کې ساتل کېږي او پر ځان لګېدلي د مالي فساد تورونه یې رد کری ده.








