سیمهنړۍ

د ایران انقلابي ګارد اعلان وکړ چې دوی د امریکا یوه هوايي اډه په نښه کړې ده

د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو (IRGC) اعلان وکړ چې د پنجشنبې په سهار د بندر عباس هوايي ډګر په څنډه کې په یوه نقطه کې د امریکا د پوځ له برید وروسته، یوه امریکايي هوايي اډه چې د برید د اصلي ځای په توګه پیژندل شوې وه په نښه شوه.

په ورته وخت کې، خبري سرچینو په ختیځ هرمزګان او د هرمز تنګي شاوخوا کې د ایران او امریکا د ځواکونو ترمنځ د نښتو او ډزو تبادله راپور ورکړه.

د دې راپورونو له مخې، څو امریکایي کښتیو هڅه وکړه چې د هرمز تنګي له لارې له همغږۍ پرته تېر شي، خو د ایران د سمندري ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او بیرته شاته شول.

د دې کړکیچونو په پایله کې، امریکا د ایران یوه پوځي اډه په نښه کړه او مسؤلیت یې ومانه، خو د امریکا پوځ ادعا کړې چې دا نښته د اوسني اوربند سرغړونه نه ګڼي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button