د یمن پوځ د سعودي عربستان پر جده او جیزان بندرونو د بریدونو خبر ورکړ؛ راپورونه په ریاض کې د چاودنې غږ اورېدل کېدو ښيي
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان کړی، چې دغو ځواکونو د الحدیده بندر باندې د سعودي عربستان د بریدونو په ځواب کې د جده او جیزان بندرونو پر وړاندې دوه عملیات ترسره کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ټاکل شوي هدفونه په مستقیم ډول په نښه شوي او زیانونه یې ورته اړولي دي.
سریع خبرداری ورکړی، چې پر الحدیده بندر هر ډول برید به له سمدستي ځواب سره مخ شي او د هغه په وینا، د یمن ځواکونه به د بازدارندګۍ معادلې ټینګې کړي.
په همدې وخت کې، رویټرز خبري اژانس د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د یوې زورورې چاودنې د غږ اورېدل کېدو راپور ورکړی دی.
بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف اعلان کړی، چې ریاض ته پر روانو دوو بالستیک توغندیو یې هوايي بریدونه کړي او دواړه یې شنډ کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند د جده او جیزان پر بندرونو د بریدونو خبر ورکړی و.
د تازه راپورونو له مخې، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي، چې د جده اسلامي بندر ته نږدې یې یوه بېپیلوټه الوتکه (ډرون) شنډه کړې ده. همدارنګه، یوه توغول شوې مرمۍ د جیزان پر بندر لګېدلې، چې لږ مالي زیانونه یې اړولي، خو ملکي وګړو ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې







