د لومړي وزیر د څوکۍ پر سر اختلاف، د لیکود او یاشار ګوندونو خبرې اترې له خنډ سره مخ کړې
د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند او د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د یاشار ګوند ترمنځ د ملي یووالي حکومت د جوړولو په موخه خبرې اترې، د راتلونکي لومړي وزیر د ټاکلو پر سر د اختلاف له امله، له کوم پرمختګ پرته پای ته ورسېدې.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د یاشار ګوند غوښتنه کوي چې حکومت دې د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د څلورو کلونو بشپړې مودې لپاره جوړ شي او د لومړي وزیر د څوکۍ پر سر دې د دوراني واک وېش تړون نه وي. خو لیکود ګوند د نتانیاهو پر لومړي وزارت ټینګار کوي او په خپل دریځ کې یې د دوراني واک وېش تړون هم داسې مطرح کړی، چې نتانیاهو به لومړۍ دوره د لومړي وزیر په توګه تېروي.
د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې له څلورو ساعتونو وروسته له هوکړې پرته پای ته ورسېدې او د هغوی استازو اعلان وکړ چې خبرې به دوام وکړي؛ خو د حکومت د مشرتابه او د ائتلاف د جوړښت پر سر اختلافونه لاهم پر خپل ځای دي








