افغانستان

په بدخشان کې مستحقو کورنیو ته د مچیو ۸۰ بکسونه ویشل

د بدخشان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو اعلان وکړ چې د وردوج ولسوالۍ او د فیض آباد ښار په شپږمه ناحیه کې ۳۵ مستحقو کورنیو ته د مچیو ۸۰ بکسونه ویشل شوي دي.

د چارواکو په وینا، دا اقدام د کرنې ملاتړ پروګرامونو دوام دی او موخه یې د زیان منونکو کورنیو د معیشت پیاوړتیا ده.

دوی وايي چې د مچیو پالنې پراختیا کولی شي د کورنۍ عاید زیاتولو او د سیمه ایز اقتصاد په وده کې مهم رول ولوبوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button