افغانستاننړۍ

افغانستان د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ هېوادونو کې؛ ۹۰ میلیونه بې‌ځایه شوي له خطر سره مخ دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی، چې په ټوله نړۍ کې نږدې ۹۰ میلیونه بې‌ځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له ګواښ سره مخ دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بې‌ځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې زیان‌منونکي دي؛ په دغو هېوادونو کې افغانستان او بنګله‌دېش هم شامل دي. اقلیمي بدلونونه د بې‌ځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل هم ستونزمن کړي او ملګرو ملتونو د دغو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مالي مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button