افغانستان
کابل کې د بانک پر پیسو لېږدوونکي موټر د خونړي برید په تړاو درې وسلهوال غله وژل شوي
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې درې هغه وسلهوال غله وژل شوي چې د کابل په لیسه مریم سیمه کې یې د افغان یونایتد بانک پر پیسو لېږدوونکي موټر برید کړی و.
په دغه برید کې د بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او یوه اندازه پیسې هم غلا شوې وې. د ځدراڼ په وینا، د دې جرمي ډلې اووه نور غړي هم تر دې وړاندې نیول شوي وو







