افغانستان

یوناما: افغانستان د اسلامي هنر او معمارۍ په غوړېدا کې ارزښتناکه ونډه لرلې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د اسلامي هنر نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان کلتوري میراث په اصیلو غالیو، هنري اثارو، دودیزو ګاڼو او تاریخي ودانیو لکه د مزارشریف روضې مبارکې او د هرات جامع جومات کې څرګندېږي.

یوناما دغه اثار د اسلامي هنر، معمارۍ او لاسي صنایعو په غوړېدا کې د افغانستان د ارزښتناکې ونډې نښې بللې او ویلي یې دي، چې اسلامي هنر د پېړیو پېړیو خلاقیت، پوهې او د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ د اړیکو څرګندوی دی.

 د اسلامي هنر نړیواله ورځ په ۲۰۱۹ کال کې د یونسکو له خوا ونومول شوه او هر کال د نومبر په ۱۸مه لمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د اسلامي هنري میراث پېژندنه او د بشري تمدن په وده کې د هغه د رول روښانه کول دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button