افغانستانسیمه

قطر په افغانستان کې د یوه نړیوال شریک په توګه پر خپل فعال رول ټینګار وکړ

د قطر دولت یو ځل بیا په افغانستان کې د نړیوال شریک په توګه د منځګړیتوب، د خبرو اترو د کوربه‌توب او د افغانستان اړوندو ناستو له لارې د فعال رول لوبولو پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

د جنیوا په ښار کې د ملګرو ملتونو دفتر ته د قطر د دایمي استازولۍ دویم منشي، عبدالله بن علي بهزاد، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په متقابل بحث کې وویل، چې قطر هڅه کوي د نړیوالې اجماع په رامنځته کولو او د افغانستان په اړه د خبرو اترو او همغږۍ لپاره د زمینه برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم په نړۍ کې له یوه له تر ټولو لویو او پېچلو بشري ناورینونو سره مخ دی او نږدې ۲۲ میلیونه کسان، چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، ناامني، اقتصادي کمزوري، اقلیمي بدلونونه، بې‌ځایه کېدل، د مرستو کمېدل، د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل، بندیزونه او د دولتي شتمنیو کنګل پاتې کېدل د افغانستان بشري وضعیت لا ستونزمن کړی دی؛ همدارنګه له ۴.۷ میلیونو څخه زیات کسان، چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه یې ماشومان دي، د سختې خوړو ناامنۍ له خطر سره مخ دي.

د قطر استازي زده‌کړې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او نجونو زده‌کړې، د دغه هېواد له لومړیتوبونو څخه وبللې او ویې ویل چې د قطر د پراختیا صندوق او «تعلیم تر ټولو لوړ» بنسټ له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ۳۰ زره هغو زده‌کوونکو سره د زده‌کړو په برخه کې مرسته کړې چې له ښوونځي پاتې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د قطر سرې میاشتې ټولنې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې د زده‌کړو ملاتړ کړی او د قطر خیریه ټولنه هم د قطر د پراختیا صندوق په مالي ملاتړ د ښځو، ماشومانو او داخله ناروغانو لپاره د یوه تخصصي روغتون د جوړولو او تجهیز پروژه پلي کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button