د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، غوره ګڼي چې د ایران پاتې برخې له منځه یو نه سي؛ خو د پوځي بریدونو د دوام احتمال یې رد نه کړ.
نوموړي ادعا کړې، چې د پراخې ویجاړۍ وروسته د ایران بیا رغونه ښايي ۲۵ کاله وخت ونیسي او له تهران څخه یې غوښتي، چې د واشنګټن وړاندیز شوی تړون ومني.
په همدې حال کې، د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت ټینګار کړی، چې له ایران سره جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او واشنګټن د پوځي عملیاتو دوام ته تر پخوا ډېر هوډمن دی.
د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي. د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې رضايي په دې لیدنه کې د حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهيي پیغام پوتین ته سپارلی، خو د دغه پیغام منځپانګه تر اوسه نه ده افشا شوې.
د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف او د روسیې د پوځي استخباراتو رییس ایګور کوستیوکوف هم په دې لیدنه کې حضور درلود؛ خو کرملین تر اوسه د خبرو اترو په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.







