د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا، د ازبکستان د ۱۴ کسیز پلاوي سره په لیدنه کې، چې مشري یې د دغه هېواد د ستر مفتي مرستیال کوله، د بلخ او ازبکستان ترمنځ د علمي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دغه پلاوی د «په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهانالدین مرغیناني رحمهالله علمي میراث او ځایګی» په نوم د علمي ـ څېړنیز نړیوال کنفرانس د ګډون لپاره افغانستان ته راغلی و. دغه کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري په کابل کې جوړ شوی و او له هغه وروسته پلاوي بلخ ته سفر کړی دی.
د بلخ والي ویلي، چې د ګډو هڅو په پایله کې بلخ او ترمذ کولای شي یو ځل بیا علمي مخور شخصیتونه ټولنې ته وروپېژني او د دواړو لورو ترمنځ علمي او څېړنیزې همکارۍ پراخې کړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او ازبکستان یو شمېر عالمانو، استادانو او څېړونکو، د ازبکستان د ستر مفتي مرستیال مفتي حامدجان ایشمتبیکوف، او د دواړو لورو د علمي او دیني مرکزونو مسوولانو ګډون کړی و.







