افغانستان
افغانستان هر کال د برېښنا پر وارداتو څه باندې ۲۸۰ میلیونه ډالره لګښت کوي
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، افغانستان د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردوي او د هغې د برابرولو لپاره هر کال څه باندې ۲۸۰ میلیونه ډالره لګښت ورکوي.
دغه بنسټ د «افغانستان د انرژۍ اوونۍ» په مناسبت زیاته کړې، چې افغانستان د څه باندې ۲۲۰ ګیګاواټه لمریزې برېښنا د تولید وړتیا لري؛ خو له دې ظرفیت سره سره، لا هم د هېواد ډېری وګړي باثباته برېښنا ته لاسرسی نه لري.








