نړۍ

راپورونه: چینایي شرکت روسیې ته په بې‌پیلوټه الوتکو کې کارېدونکي نوري فایبرونه صادروي

د راپورونو له مخې، د «ګوانګبو اپټو الکترونیک ټکنالوژۍ» په نوم چینایي شرکت روسیې ته هغه نوري فایبرونه صادر کړي، چې تر ۱۰۰ کیلومترو پورې واټن وهونکو بې‌پیلوټه الوتکو کې کارول کېږي.

ویل کېږي، دغه شرکت د مناسب کیفیت لرونکي نوري فایبر یو کیلومتر د ۴۵ ډالرو په بیه وړاندې کوي او چین تېره میاشت روسیې ته د دې ډول نوري فایبرونو څه باندې ۵۰۰ زره کیلومتره صادر کړي دي.

دغه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي، چې په بې‌پیلوټه الوتکو کې د نوري فایبر کارول د برېښنايي ګډوډیو پر وړاندې د مقاومت له امله د روسیې او اوکراین په جګړه کې د پام وړ ګرځېدلي دي.

#چین #روسیه #بې_پیلوټه_الوتکې #نوري_فایبر #د_اوکراین_جګړه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button